د تورخم ګمرک نوی ټاکل شوی امر کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

دوم.jpeg

4 سرطان 1403

نعمت الله همت، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د تورخم ګمرک لپاره نوی امر ټاکل شوی تېره ورځ د ننګرهار ګمرک د رئیس محمد خالد عمر له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د ننګرهار ګمرک رئیس د تورخم ګمرک د پخواني امر د تر سره شويو کړنو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې د نوي امر په ټاکل کیدو سره به د پخوا په پرتله اړوندې چارې لا ښې شي. نوموړي د یاد ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د نوي ټاکل شوي امر سره پوره همکاري او په چارو کې همغږي وکړي نوي امر ژمنه وکړه، چې اړوندې چارې به په پوره امانتدارۍ او صداقت سره پر مخ وړي او هڅه به وکړې، چې دا ستر باور او مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي. د یادونې وړ ده، چې ښاغلی همت په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې یې د کابل ګمرک د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.