د مالیې وزیر د افغانستان د نفت او ګازو سرتاسري اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

اول اول.jpeg

3 سرطان 1403

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد یونس مهمند او د افغانستان د نفت او ګازو شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له رئیس سید کریم هاشمي سره وکتل. په دغه کتنه کې، د نفت او ګازو د سرتاسري اتحادیې رئیس له مالیې وزارت څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د ګمرکونو په سیسټم کې اسانتیاوي برابرې کړي دي. ښاغلي هاشمي خوښي څرګنده کړه، چې له دې وروسته د نورم او سټنډرډ ادارې د نفت او ګازو اړونده برخه د مالیې وزارت تر اثر لاندې فعالیت کوي، چې ورسره به د نفت او ګازو شرکتونو ته په اړونده برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د مالیې وزیر وویل، چې په هیواد کې ټول سوداګر او د نفت او ګازو شرکتونو مسئولین هر وخت په ډاډه زړه کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې له مالیې وزارت سره شریکې کړي او دغه وزارت هم تل هڅه کوي چې دوی ته په اړوندو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.