د فراه، کندهار، پکتیکا او هرات ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq- mawad.jpg

22 جوزا 1403

 د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، پکتیکا او هرات په ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي کشف او نیولي دي . په دې نیول شویو توکو کې (۶۵۷۶) کیلو ګرامه رُب، (۲۶۵۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، شپږ عرادې موټرسایکلونه، (۳۹۰) کیلو ګرامه لواشک، (۷۳۳) کیلو ګرامه شامپو، (۱۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۹۴) کیلو ګرامه مکروني، (۳۸۰) کارټنه بسکویټ او (۳۰) کارټنه کیچپ شامل دي نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.