د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

م-اول.jpeg

7 سرطان 1403

 د مالیې وزارت مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ مولوي خيرالله (صبغت الله) شهید زاده، چې د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پیژند غونډه کې، چې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي مرستیال، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، یو شمېر رئیسانو او امرینو ګډون کړې و، د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد ریاست د پخواني رئیس د تر سره شویو کړنو څخه مننه وکړه او نوي ګمارل شوي رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره په چارو کې پوره همکاري وکړي. د ګمرکونو او عوایدو معین زیاته کړه، چې مسؤلیت دروند بار ده او اوس مهال الله (ج) موږ او تاسو ته د خدمت کولو فرصت راکړی او په کار ده، چې په ټول توان سره د خپل نظام د استحکام، ولس ته د خدمت کولو او د فساد د مخنیوي په برخو کې په پوره اخلاص سره کار وکړو. د یادونې وړ، ده چې ښاغلي شهید زاده د ګمرکونو په بېلابیلو بستونو کې دندې تر سره کړي او په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري.