د مالیې وزارت
د یو شمېر ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره ناسته جوړه شوه
د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو او د ګمرکي خطر مدیریت په نوې کړنلارې او پالیسۍ بحث او خبرې وکړې
د افغانستان د ګمرکونو قانون د بیا کتنې په اړه ناسته نن د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي خانزاده عبدالله په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د تعرفې کمېټې ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند چې په رسمي سفر خوست ولایت ته تللې، تېره ورځ یې د یاد ولایت د ګمرک په ریاست کې له یو شمېر ملي سوداګرو سره چې د غلام خان له لارې سوداګري کوي، وکتل.
د ولایتي ګمرکونو د اداري او مالي برخې کارکونکو ته پنځه ورځنۍ ورکشاپ نن د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې پیل شو.
د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند، تېره ورځ د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
د سلواغې ۶مه چې د ګمرک نړیوالې ورځې سره برابره ده، خپلو ټولو مرکزي او ولایتي همکارانو ته د یادې ورځې مبارکي وایم، او د الله پاک له دربار څخه دوی ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کوم.
له دې وروسته که هرچا بي کیفیته مواد هیواد ته وارد کړل قانوني چلند به ورسره وشي
د تعرفې کمېټې د وروستۍ ناستې د پریکړې له مخې هیواد ته د پلاستیکي کڅوړو واردول د پخوا په څیر بند شول.