د حيرتان په ګمرک کې يو تن د مخدره توکو د چاقاق په تور ونيول شو

مواد مخدر.jpg

29 جوزا 1400
د حيرتان ګمرک منسوبينو د غبرګولي / جوزا مياشتې په ٢٨ مه نېټه يو تن د مخدره توکو د قاچاق په تور ونيو.
ياد کس چې غوښتل يې ٣،٨٠٠ کيلو ګرامه ترياک ازبکستان هيواد ته وليږدوي له ګمرکي چک وروسته ياد مخدره توکي ترلاسه شو.
نيول شوى کس د قضيې د تعقيب او پراختيا په موخه اړوندو ارګانونو ته ور وپيژندل شو.