Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
نن د دو وروستیو ګمرنونو (تورخم او اسلام قلعه) د کمیشنکارانو یوزرونه بند او له دې سره په ټولو ګمرکونو کې د کمیشنکارۍ پروسه پای ته ورسیده | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

نن د دو وروستیو ګمرنونو (تورخم او اسلام قلعه) د کمیشنکارانو یوزرونه بند او له دې سره په ټولو ګمرکونو کې د کمیشنکارۍ پروسه پای ته ورسیده

custom.jpg

20 جوزا 1400

د ګمرکونو لوی ریاست نن د غبرګولي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د وروستیو دو ګمرکونو ( تورخم او اسلام قلعه) د کمیشنکارانو یوزرونه هم بند کړل.
د یادو دو ګمرکونو د کمیشنکارانو د یوزرونو په بندیدو سره د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د کمیشنکارۍ  پروسه پای ته ورسیده.
د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو پروسه لغو شوې او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر کړي چې تر اوسه د هیواد په کچه شاوخوا ۱۶۰۰ سوداګریزو شرکتونو په یاد سیستم کې یوزرونه جوړ کړي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د اسیکوډا په سیستم کې یوزر نه دی جوړ کړی، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره په یاد سیستم کې یوزر کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د هیواد په ډولو ګمرکونو ۵۶۵ کمیشنکارانو فعالیت کاوه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې د ګمرکونو قانون ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مې مادې تعدیل چې له دې سره په ګمرکونو کې د کمیشنکارۍ پروسه لغوه شوه.