د مالیې وزارت او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

امضاء توافقنامه معين صاحب.jpg

26 جوزا 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې له عملیاتي مرستیال ښاغلي میرویس غفوري سره د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک موخه د مالیې وزارت او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې په اجرااتو کې یو والی او همغږۍ، د ریلي او ګمرکي خدمتونو لپاره د دواړو ادارو د دندو او صلاحیتونو تفکیک او تشخیص، د ریل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټي اقلامو د انتقالاتو حجم په تثبیت کې روڼتیا رامنځته کول، د لا زیاتې روڼتیا تامین، د ملي عوایدو لوړول او په کاري چارو کې غوره همغږۍ ده.
همداشان په دې هوکړه لیک کې د مالیې وزارت او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې مکلفیتونه او صلاحیتونه واضح شوي دي او دواړو ادارو یې پر پلي کیدو هوکړه وکړه.