د ګمرکونو عمومي رئیسې د کابل له ګمرک څخه لیدنه وکړه
26 جوزا 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نېټه د کابل ګمرک له کارکوونکو سره د لیدنې تر څنګ د دې ګمرک د ګدامونو له وضعیت څخه لیدنه وکړه.
د ګمرکونو عمومي رئیسې د کابل ګمرک له ګدامونو څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤلیتونو ته سپارښتنه وکړه چې د ګمرکونو قانون سره سم ټول انتفال شوي توکي ژر تر ژره بررسي او تشریح کړي او همداشان هغه توکي چې قاچاق دي د نافذه قوانینو کې رڼا کې دې لیلام شي.
اغلی احمدي د کابل ګمرک د کارکونکو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې واوریدې او د حل لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.