د هرات په ګمرک کې د ضبطي اموالو د لیلام په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

custom.jpg

17 جوزا 1400

ټاکل شوی ده د هرات په ګمرک کې یوه اندازه خوارکي او ساختماني توکي چې پخوا ضبط شوي د غبرګولي میاشتې په ۲۲ مه نېټه د مؤظف شوي پلاوي په شتون کې داوطلبۍ ته وړاندې شي. ټولو ته خبر ورکول کیږي که چیرې په داوطلبۍ کې ګډون غواړي په یادې شوې نېټې د هرات ګمرک ریاست ضبطي برخې ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو قانون د ۱۹۰ مادې له مخې ذیصلاح محکمه مکلفه ده، د سریع الفساد مالونو په اړه په حد اکثر ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، د مصادرې په اړه یې حکم صادر کړي که چیرې د محکمې حکم په وخت سره صادر او یا هم ونرسیږي، د ګمرک مامورین مکلف دي د مالک په موافقه ( په هغه صورت کې چې حاضر وي) قاچاق مالونه د ګمرک ادارې د مؤظف پلاوي تر نظر لاندې لیلام او پیسې یې د محکمې د حکم تر رسیدو پورې په امانت ډول کیږدي.