د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

جلسه اداری دوم.jpg

29 جوزا 1400
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته نن د غبرګولي میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی آمنه احمدي په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د ناستې له اجنډاء سره سم په پیل کې د ګمرکونو لوی ریاست اړوندو ریاستونو د ۱۴۰۰ مالي کال له پلان سره سم د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ. د ګمرکونو عمومي رئیسې د راپورونو له اوریدو وروسته په راتلونکې کې د لا نورو اجرااتو په اړه دوی ته لازم هدایات ورکړل.
همداشان په دې ناسته کې د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د صادراتي توکو د طی مراحلو لپاره د واحد مرکز په جوړولو، د بار وړونکو په طرزالعمل، د طلا په وارداتو، په خپل وخت سره په روان مالي کال کې د ګمرکونو د پروژو په پلي کیدو، د کابل ګمرک په ګدامونو کې د مصادره شویو توکو په لیلام او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړه یې لازمې پریکړې وشوې.