سوداګریزو شرکتونو ته د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا
19 جوزا 1400
ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته چې د غبرګولي یا جوزا میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې یې په مرکز او ولایتونو کې د یوزر اخیستلو لپاره د ګمرکونو ادارو ته مراجعه کړي وي، خبر ورکول کیږي چې د دوی لپاره یوزرونه جوړ شوي او د شرکتونو رسمي ایمیل ادرسونو ته لیږل شوي دي.
که چیرې کوم شرکت ته ایمیل نه وي رسیدلې نو هیله ده چې په مرکز او ولایتونو کې د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي څو د خپلو تسلیم شویو سندونو ستونزه حل او یوزر تر لاسه کړي.
یادونه : د ګمرکونو ادارو ته د مراجعې پر مهال له ځان سره د سپارل شویو سندونو کاپي ولرئ.