د هیواد د صادراتو د ودي او همدارنګه د پانګوالو او سوداګرو د لا هڅوني په موخه د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ، له هیواد څخه د صادرېدونکو ډبرو سکرو، په في ټن ګمرکي محصول کي (۱۵) ډالر او د في ټن د ریالیټي په قیمت کي (۵) ډالر چي په ټوله کي (۲۰) ډالر کېږي، کموالی راغلی. دا پرېکړه (۱۴۰۲/۳/۳۱) څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.