د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته، چې تر اوسه یې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي استازي نه وي معرفي کړې، یو ځل بیا خبر ورکوي، چې ژر تر ژره خپل استازي د سوداګرۍ او پانګونې او د کانونو او صنعت خونو له لارې د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته معرفي کړي.