د روان مالي کال د تعرفې کمېټې درېیمه ناسته جوړه شوه

22.jpg

27 میزان 1402

د ۱۴۰۲ مالي کال د تعرفې کمېټې درېیمه ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یادې کمېټې د غړو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د حیرتانو په ګمرک کې د رحیم ګردیزي شرکت د شته ستونزې په حل او د بزګرانو په غوښتنه موسمي تعرفې ته د املوکو په شاملولو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.