د ګمرکونو او عوایدو معین د اقینې له ګمرک څخه لیدنه وکړه
24 میزان 1402
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، چې په رسمي سفر فاریاب ولایت ته تللی وو، د اقینې ګمرک له بېلابېلو برخو څخه یې هم لیدنه وکړه.
نوموړي، په دې لیدنه کې د یاد ګمرک ورځنۍ چارې له نږدې و ارزولې او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ګمرک مسؤلینو ته لازمې سپارښتني وکړې.