د بلخ او تخار په ګمرکونو کې د څه باندې ۷ میلیونه میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې پیل شوې

00.jpg

22 میزان 1402

 د ګمرکونو لوی ریاست د بلخ، حیرتان او د تخار ولایت د ایخانم په ګمرکونو کې د (۷.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چارې پیل کړې.
په یادو پروژو کې د حیرتان ګمرک د هنګرونو بیا رغونه، د یاد ګمرک په لومړي، دویم او دریم پورټ کې د اداري چارو لپاره د دفترونو جوړول، د بلخ ګمرک د ارشیف جوړول او د ایخانم ګمرک د اداري تعمیرونو بیا رغونه شامل دي.
د دې پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې تر راتلوونکو پنځو میاشتو پورې بشپړې شي.