د یو شمېر ولایتي ګمرکونو امرینو ته د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا او د اړوندو تقنیني سندونو د پوهاوي په موخه ۱۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

0.jpg

24 میزان 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید، تېره ورځ د یو شمېر ولایتي ګمرکونو امرینو ته د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا او د اړوندو تقنیني سندونو د لا ښه پوهاوي په موخه د ۱۸ ورځني روزنیز ورکشاپ په پرانېست غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې پرانېست غونډه کې، چې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي احمدشاه شاکر هم ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د چارو د لا ښه والي لپاره د داسې روزنیزو ورکشاپونو جوړول ډیر مهم یاد کړل. همدا رنګه نوموړي د ولایتي ګمرکونو امرینو ته په اخلاص سره د اړوندو چارو تر سره کولو، په خپل وخت سره د ستونزو حلولو، د کارکوونکو تر منځ د باور فضاء او لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه لازمې سپارښتنې ورکړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته وویل چې له دې روزنیز ورکشاپ څخه د شته ستونزو د حل په برخه کې پوره ګټه واخلي او زده کړل شوي موضوعات له خپلو اړوندو همکارانو سره هم شریک کړي.
د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس هم د دې روزنیز ورکشاپ د ارزښت او له مراجعینو سره د ښه صلوک په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې روزنیز ورکشاپ کې د یو شمېر ولایتي ګمرکونو ۱۵ تنه امرینو ګډون کړې، چې د دوی ته به د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا او د اړوندو تقنیني سندونو د لا ښه پوهاوي په برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شي.