د ګمرکونو لوی ریاست د اغېزمنو پالیسو د پلي کېدو او د مالیې وزارت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې په پایله کې د تېر کال سلواغې میاشتې په پرتله د عوایدو راټولېدو، تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په برخو کې د (پکتیا، فراه، هرات، نیمروز، ننګرهار، بلخ، کندز، خوست او کندهار) ګمرکونو چارې په روان مالي کال کي په منځني ډول (۲۰٪) نورې هم مثبتي شوي دي، چې د ګمرکي عوایدو ستره برخه له یادو ګمرکونو څخه ترلاسه کېږي.