د ګمرکونو او عوایدو معینیت په انګړ کې (۴۰۰) زینتي نیالګي کینول کیږي

22.jpg

21 حوت 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د دې ریاست د تخنیکي او عملیاتي مرستیلانو په شتون کې نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت په انګړ کې (۴۰۰) زینتي نیالګیو د کینولو بهیر پیل کړ.
د ګمرکونو لوی رئیس د چاپیریال د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه د نیالګیو کینول اړین یاد کړل او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یاد معینیت په انګړ کې له ټولو شنو ونو او نورو بوټو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.