د نیمروز او تورخم په ګمرکونو کې د قاچاقي توکو له لیږد او را لېږد مخه نیول شوې
13 حوت 1402
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې او د تورخم ګمرک د دروازو لوی مدیریت کارکوونکو په تېرو دریو ورځو کې د یوه اندازه بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې.
په نیول شوو توکو کې (۳۱۳۶) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل او (۶۰۰۰) کیلو ګرامه شیریني باب شامل دي، چې په پټه هیواد ته راوړل کېدل.
همداشان د تورخم په ګمرک کي (۲۴) کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې هم نیول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل ګاونډي هیواد ته یې ولیږدوي.
نیول شوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز او ننګرهار ګمرکونو ته سپارل شوي دي.