د کندهار، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي درمل نیول شوي دي
12 حمل 1403
د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې (۷۸۶۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته راوړي، ونیول.
نیول شوي درمل د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.