د کندهار، هرات او نیمروز په ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي
2 حمل 1403
د کندهار، هرات او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې د یو شمېر توکو له قاچاق څخه مخنیوی کړې.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۳۵۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۰۰) کیلو ګرامه شیدې، (۷۲۱) کیلو ګرامه درمل او (۶۷۵) کیلو ګرامه خرما شامل دي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته راوړي.
همدا شان (۳۰۰۰) کیلو ګرام مس او المونیم هم نیول شوي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې پاکستان هیواد ته یوسي.
یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.