تېره اوونۍ د کندهار او نیمروز په ولایتونو کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي

photo-qajaq.jpg

24 حوت 1402

د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ګزمې په مهال هیواد ته د یوه اندازه قاچاقي توکو د راوړلو مخه نیولې.
په دغو نیول شوو توکو کې (۴۵۰۰) کیلو ګرامه مالټې او (۴۰۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل شامل دي. نیول شوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې هیواد ته د قاچاقي توکو د راوړلو مخنیوی کېږي؛ بلکې د ګمرکونو د ګرځنده څارنې وېښو کارکوونکو د روان کال په اوږدو کې په زرګونو کیلو ګرامه بېلابېل توکي نیولي دي. د توکو وړل او را وړل په غیر قانوني توګه او له محصول پرته قاچاق بلل کېږي او د ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکي به هیڅ چا ته د غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.