د مالیې وزارت
د ننګرهار، نیمروز، ابونصر فراهي او کندهار ګمرکونو د ګرځنډه څارنې منسوبینو تېره ورځ او وړمه شپه په یادو ولایتونو کې بېلابیل توکي چې په قاچاقي لارو هیواد ته راوړل کیدل، نیولي دي.
د تورخم ګمرک د تشریح برخې منسوبینو نن په یوې وارداتي سوداګریزې محمولې کې ٤٢ بنډله مختلف النوع قاچاقي مبایلونه کشف او ونیول.
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو په ګډون نن د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو وړمه ورځ په دوه عرادې ټکټرانو کې بار د مسو له غیر قانوني صادرولو څخه مخنیوی وکړ.
مالیې وزارت د روژې مبارکي میاشتي په درناوي د ځینو خوراکي توکو ګمرکي محصول د پام وړ را ټیټ کړ
د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو تېره ورځ په درې عراده وړو بار وړونکو موټرو کې د وارداتي بورې او خالي کارتنو چې غوښتل يې له ګمرکي طی مراحلو څخه پرته یې هیواد ته وارد کړي، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي ګمرک د تشریح برخې منسوبینو تېره ورځ د ۳۰۰ دانو خرابو بیطریو، ۲ ټنه زړو اوسپنو، یو ټن ژیړو تارو او ۴۰ کارتنه د ویلډ سیخانو له قاچاقو څخه مخنیوی وکړ.
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ تېره ورځ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو.
د پکتیا ګمرک د تشریح برخې منسوبینو نن د مختلف النوع اموالو (بیلټۍ) په یو بار وړونکي موټر کې شاوخوا ۵۰۰ کیلو ګرامه بي کیفیته درمل کشف او ونیول.
د تورخم ګمرک د صادراتو برخې منسوبینو تېره ورځ د ۲۳۰۲ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو چې په یو بار وړونکي موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.