د ۱۴۰۲ مالي کال لومړنۍ اداري ناسته جوړه شوه

۲۲.jpg

4 حمل 1402

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ تېره ورځ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې په ګمرکونو کې د سوداګریزو شرکتونو پر ستونزو او حل لارو، سوداګرو ته د لا اسانتیا په برابرولو، په اړوندو ورځنیو چارو کې د ستونزو پر حل، صادراتي توکو ته په اسیکوډا سیستم کې د ګمرکي رویې د ټاکلو په څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.
همداشان پریکړه وشوه چې د ګمرکي رویو د بیا کتنې لپاره دې د ګمرکي سیستمونو د رئیس په مشرۍ له اړوندو برخو څخه تخنیکي کمېټه جوړه شي څو په دې برخه کې شته ستونزې شي.