مالیې وزارت د روژې مبارکي میاشتي په درناوي د ځینو خوراکي توکو ګمرکي محصول د پام وړ را ټیټ کړ

3.jpg

6 حمل 1402

د ګمرکونو لوی ریاست په وړانديز او د ماليې وزارت مقام په منظورۍ د روژې مبارکي میاشتي په درناوي او په بازارونو کې د یادو توکو د نرخونو لوړېدو د مخنیوي او د هيوادوالو اقتصادي وضعیت په پام کي نیولو سره پر (۶)  قلمه خوراکي توکو: ( کچالو، رومیانو، بېنډیو، مڼو، خرما او هندواڼو) ګمرکي محصول له (۱۷٪) څخه تر (۸۰٪ ) پوري راکښته او ځانګړی تخفیف ورکړل شو.