د ۱۴۰۲ مالي کال دویمه اداري ناسته

22.jpg

10 حمل 1402

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو په ګډون نن د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.  
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې په ګمرکونو کې د یو شمېر وارداتي او صادراتي توکو د طی مراحلو پر ستونزو او حل لارو، سوداګرو ته د لا اسانتیا په برابرولو، د پکتیا په ګمرک کې د مختلف النوع (بیلټي) اموالو د طی مراحلو پر ستونزو او حل لارو، ډنډپټان سرحدي ګمرک ته د پکتیا محصولي ګمرک په انتقال ، په اړوندو ورځنیو چارو کې د ستونزو پر حل، په سیستم کې د ګمرکونو نړیوال سازمان له معیارونو سره سم د تعرفې په اپډیټ کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.