د ګرځنده څارنې منسوبینو په شمېر ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي
15 حمل 1402
د ننګرهار، نیمروز، ابونصر فراهي او کندهار ګمرکونو د ګرځنډه څارنې منسوبینو تېره ورځ او وړمه شپه په یادو ولایتونو کې بېلابیل توکي چې په قاچاقي لارو هیواد ته راوړل کیدل، نیولي دي.
له دې توکو څخه دوه ټیلره ماش (مۍ) په نیمروز، په دوه وړو بار وړونکو موټرو کې بار بېلابیل ډوله جوسونه په ننګرهار، ۲۰۰ بستې روب، ۵۲ کارتنه ژاولې، یوه انداره چاکلیټ په فراه او درمل په کندهار ولایتونو کې نیول شوي دي.
یاد توکي د نورو کړنو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.