د سپین بولدک سرحدي ګمرک منسوبینو د ممنوعه توکو له صادراتو څخه مخنیوی وکړ

1.jpg

4 حمل 1402

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي ګمرک د تشریح برخې منسوبینو تېره ورځ د ۳۰۰ دانو خرابو بیطریو، ۲ ټنه زړو اوسپنو، یو ټن ژیړو تارو او ۴۰ کارتنه د ویلډ سیخانو له قاچاقو څخه مخنیوی وکړ.
یاد توکي چې په یو مازدا ډوله موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، او غوښتل یې چې په قاچاقي ډول یې پاکستان هیواد ته صادر کړي. په دې تور یو کس نیول شوې او د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارل شوې دی.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا د رهبرۍ د پریکړې له مخې د کورنیو تولیدي فابریکو څخه د ملاتړ او د صنعت د لا ودې په موخه د یادو توکو صادرول بند دي.