د تورخم ګمرک منسوبینو د ۲۳۰۲ کیلو ګرامه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

2222.jpg

29 حوت 1401

د تورخم ګمرک د صادراتو برخې منسوبینو تېره ورځ د ۲۳۰۲ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو چې په یو بار وړونکي موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
په نیول شویو ډبرو کې ۳۲ کیلو ګرامه قیمتي او ۲۲۷۰ کیلو ګرامه نیمه قیمتي ډبرې شاملې دي، چې غوښتل یې پاکستان هیواد یې ولیږدوي.
اوس مهال د هیواد ټول ګمرکونه د ممنوعه او قاچاقي توکو له صادراتو او وارداتو څخه جدي څارنه کوي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لري.