د مالیی وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پریکړی له مخی ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تیرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه وي تحویل کړي، کولي سي د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته خپل عرض پاڼه وړاندي کړي او خپل باقیات په څو قسطونو کي د روان ۱۴۰۲ مالی کال تر پایه پوري تصفیه کړي.