د غلام خان په سرحدي ګمرک کې د انساني ویښتانو له قاچاق څخه مخنیوی وشو
8 جوزا 1402
د غلام خان سرحدې ګمرک د محمولو د چک او پلتنې اړوند منسوبینو نن د څه باندې یو ټن انساني ویښتانو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یاد ویښتان په هینو ډوله موټر کې د ډبرو سکرو لاندې چې د تازه خان علمیار سوداګریز شرکت اړوند وو، په ډیرمهارت سره ځای پرځای شوي وو او غوښتل یې د غلام خان سرحدي ګمرک له لارې یې پاکستان هیواد ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا امارت د رهبرۍ د هدایت له مخې د انساني ویښتانو کار و بار په مطلق ډول بند دی او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې یاد ویښتان له هیواد څخه صادر او یا یې وارد کړي.