د غلام خان سرحدي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

1212.jpg

8 جوزا 1402

د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې د غلام خان سرحدي ګمرک یو شمېر نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته ۱۰ورځنی روزنیز ورکشاپ په یاد ګمرک کې پیل شو.


په دې روزنیز ورکشاپ کې به یادو کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون په عمومي احکامو، تعرفې، قیمت ګذارۍ، ترانزیټ، ګمرکي ارزښت ټاکنې، ګمرکي سرغړونو، د تلاشۍ او پلټنې مهارتونو او نورو ګمرکي مسایلو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل شي.