د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشري هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ته يې د هرات له والي ښاغلي نور احمد اسلام جار، د یاد ولایت د ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو او د هرات او نیمروز ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل.