د ګمرکونو لوی رئیس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

1.jpg

16 حمل 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشري هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ته يې د هرات له والي ښاغلي نور احمد اسلام جار، د یاد ولایت د ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو او د هرات او نیمروز  ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل. 
د هرات له والي سره په لیدنه کې دواړو لوریو د هرات په ګمرک کې سوداګرو ته د لا اسانتیاو په برابرولو، د قاچاقي لارو په بندیدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د هرات ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو سره په لیدنه کې دوی ته په سمه توګه اړوندو چارو ته د رسیدو، د کارکونکو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کیدو، اسلامي اصولو سره سم د خپل سیرت او صورت د برابرلو، په خپل وخت سره د خلکو ستونزو ته د رسیدو، په رسمي چارو کې د خپلوۍ او قرابت د نه پاللو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې ورکړې. 
ښاغلي سعید د هرات او نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د دوی شته ستونزې واوریدې چې د ګمرکونو لوی رئیس له لوري د دوی شمېر ستونزو ته رسیدنه وشوه او د نورو ستونزو د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
همداشان نوموړي هرات ولایت ته په خپل سفر کې د اسلام قلعه سرحدي ګمرک څخه هم لیدنه وکړه او د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکونکو ته یې د چارو د لا ښه والي لپاره لازم هدایات ورکړل. 
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزونې او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اوریدو په موخه بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي چې دا لړۍ به همداسې دوام ورلري.