د مالیې وزارت
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۰۵ سوداګریزو شرکتونو استازو ته چې د اسیکوډا له سیستم څخه د یوزرونو تر لاسه کولو لپاره یې مراجعه کړې وه، د ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
د روان مالي کال د غویي میاشتې له ۲۵ مې نه تر ۳۱ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه ۷۴۸میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د غبرګولي میاشتې په ۳ مه نېټه د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د کمیشنکارانو لغو کیدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې پریکړې له مخې، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د غبرګولي/ جوزا میاشتې په ۲مه نېټه د هیواد د درېیو ګمرکونو (ننګرهار، بلخ او نیمروز) د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړل.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي/جوزا اوله نېټه) د نیمروز، بلخ او ننګرهار ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي.
د روان مالي کال د غویي میاشتې له ۱۸ مې نه تر ۲۴ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه یو میلیارده ۴۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د هیواد ټول ګمرکونه د توکو او سوداګریزو اقلامو د صادرولو او واردولو پر مخ پرانیستي دي او په دې برخه کې هیڅ راز ستونزه شتون نه لري.
په تېره یوه اوونۍ کې د هیواد له ګمرکونو څخه له ۲ میلیارده افغانیو څخه زیات عواید راټول شوي دي
د ننګرهار او بلخ ګمرک مسؤلینو د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو استازو ته چې د اسیکوډا له سیستم څخه د یوزرونو تر لاسه کولو لپاره یې مراجعه کړې وه، د ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه لس ورځنۍ ورکشاپ ورکړ.
روانه اوونۍ هم د اندخوی، سپین بولدک، تورغنډۍ، حیرتان او ابونصر فراهي ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي