د سپین بولدک په ګمرک کې د ۶ ټنه المونیمي خښتو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

00.jpg

14 سرطان 1402

د سپین بولدک ګمرک کارکونکو د ۱۴۹ دانو المونیمي خښتو چې مجموعي وزن یې ۶ ټنه کیږي، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یادې المونیمي خښتې چې د یو بار وړونکي موټر د تیلو په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې چې پاکستان هیواد ته یې قاچاق کړي.
په دې تور یو کس نیول شوې او د نورو څیرنو لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپیژندل شوی دی.
همداشان د یاد ګمرک کارکونکو په یوې جلا بار وړنکې محموله کې ۱۰ کارتنه د ویلډ سیخان او ۱۲۰ کیلو زیړ تار چې غوښتل یې له هیواد څخه یې په قاچاقي ډول ولیږدوي کشف او ونیول.