د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د یادې خونې د مدیره پلاوي د غړي ښاغلي خان جان الکوزي په شتون کې له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.