9 March 2023
د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې د تورغنډۍ سرحدي ګمرک یو شمېر نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته ۱۵ورځنی روزنیز ورکشاپ په یاد ګمرک کې پیل شو.
په دې روزنیز ورکشاپ کې به یادو کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون په عمومي احکامو، تعرفې، قیمت ګذارۍ، ترانزیټ، ګمرکي ارزښت ټاکنې، ګمرکي سرغړونو، د تلاشۍ او پلټنې مهارتونو او نورو ګمرکي مسایلو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ ښوونکي له دې وړاندې د کندهار، فراه او نیمروز ګمرکونو نویو ګمارل شویو کارکونکو د وړتیا لوړولو په موخه هم ورته ورکشاپونه جوړ کړي او په پاتې نورو ګمرکونو کې به هم جوړ شي.