28 November 2023
د ګمرکونو لوی ریاست د خوست او اوبو نصر فراهي ګمرکونو لپاره د (۲۶.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې نویو ودانیو جوړولو پروژې پیل کړې،
چې په جوړیدو سره به یې د یادو ګمرکونو د کارکوونکو او د سوداګریزو محمولو د موټر چلوونکو شته ستونزې حل شي. د یادو پروژو په پرانېست غونډه کې د له پلازمېنې کابل څخه تللي پلاوي، د یادو ګمرکونو مسؤلینو او د سېمه ایزو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړې وو.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې تر راتلونکو ۱۴ میاشتو پورې بشپړې شي.