د ګمرکونو لوی رئیس له یو شمېر سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل

3.jpg

21 February 2023

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د یادې خونې د مدیره پلاوي د غړي ښاغلي خان جان الکوزي په شتون کې له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې لیدنه کې صنعتکارانو او سوداګرو د کاغذي کارتنو او بوجیو د پروسس شویو ،نیمه پروسس او خامو موادو د ګمرکي تعرفې په برخه کې خپلې ستونزې د ګمرکونو له رئیس سره شریکې کړې او د حلولو غوښتنه یې وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې په یادو برخو کې به د دوی ستونزې د  تعرفې راتلونکې کمېټې په اجنډاء کې شاملې کړي او د یادې کمېټې له فیصلې سره سم به اجراات وشي.