په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

2.jpg

19 April 2023

په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون درلود. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ  په ۱۴۰۱ مالي کال کې له ټاکل شوي هدف څخه د زیاتو عوایدو راټولیدو په برخه کې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو صادقانه هڅې وستایلې او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې په ١۴٠٢ مالي کال کې خپلو هڅو ته همداسې دوام ورکړي.
نوموړي سوداګرو ته د لا اسانتیا د برابرولو، اړوندو چارو ته د مسؤلینو د لا ښه دقت او ځینو نورو برخو کې دوی ته لازمې سپارښتنې ورکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په ۱۴۰۱ کال کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل چې په دې معلوماتو کې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ۱۴۰۰ کال په پرتله د ګمرکونو کړنې مثبتې ارزول شوې وې.
د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل رسیدنه وشي.