5 September 2023
سر له نن څخه له رسمي وخت وروسته یو ساعت له امتیاز پرته د خپلو هیوادوالو خدمت کوو
د ګمرکونو لوی ریاست د مرکزي دفتر ټولو کارکونکو په لیکلي بڼه د یاد ریاست له رهبري سره ژمنه وکړه چې سره له نن څخه به له رسمي وخت وروسته هره ورځ یو ساعت د اړوندو کارونو د لا چټکتیا، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسیدو او د هیواد د پرمختګ په موخه له امتیاز پرته خدمت کوي.
د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د خپلو ټولو کارکونکو د دې ملي احساس قدردانی کوي او ټولو هیوادوالو ته خبر ورکوي، چې سر له نن څخه د ګمرکونو لوی ریاست ټولې برخې د مازدیګر تر پنځو بجو د دوی پر مخ خلاصې دي او د دوی اړوندو چارو ته به رسیدنه کوي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د تورخم او اسلام قلعه ګمرکونه ۲۴ ساعته او پاتې نور ګمرکونه ۱۶ ساعته هیوادوالو ته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي او که چیرې سوداګر وغواړي د نورو ګمرکونو فعالیتونه هم ۲۴ ساعته شي د ګمرکونو لوی ریاست چمتو ده، چې د دوی غوښتنې ومني.