د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دغې لیدنې تر څنګ د صادراتي محصولاتو د اسنادو واحد مرکز په پرانیسته کې هم ګډون وکړ. دغه مرکز د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي، د صادراتو په چارو د ولسمشر سلاکار او یو شمېر سوداګرو لخوا پرانیستل شو.