15 January 2023
د تعرفې کمېټې ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د تعرفې کمېټې غړو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو تر څنګ وویل چې د دې کمېټې ټولې پریکړې په بازارونو کې د نرخو په کموالي او زیاتوالي اغیز لري، نو په کار ده چې ټولې پریکړې په پوره دقت او د اصولو سره سم ونیول شي.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د کبانو، کنسر لوبیا، کاکوي چاکلیټ، لمریزې اوبه ګرمونکې، د کالیو وینځلو پوډر د وارداتي تعرفو او د شوکاڼي صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د کمېټې له غړو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ ودې او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همداشان په دې کمېټه کې د یو شمېر وارداتي اقلامو لپاره د ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.