25 May 2021
د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو پروسه لغو شوې ده او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تر اوسه د (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، خوست، پکتیا، آقینه، کندز، د کندهار، بلخ، هرات او حامد کرزي هوایې ډګرونو، اندخوی، سپین بولدک، تورغنډۍ، حیرتان، ابونصر فراهي، نیمروز، بلخ او ننګرهار) ګمرکونو کې د ۵۰۸ کمینشکارانو یوزرونه بند کړي چې د پاتې نورو ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه به هم ډیر ژر بند شي.
همداشان تر اوسه د هیواد په کچه ۴۲۸ سوداګریزو شرکتونو یوزرونه جوړ کړي چې په ګمرکونو کې د توکو طی مراحلو په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.
===
اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (
https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.