د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه.

Herat Visit.jpg

8 July 2021

د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دغې لیدنې تر څنګ د صادراتي محصولاتو د اسنادو واحد مرکز په پرانیسته کې هم ګډون وکړ. دغه مرکز د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي، د صادراتو په چارو د ولسمشر سلاکار او یو شمېر سوداګرو لخوا پرانیستل شو.


د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هېواد له صادراتو د مالیې وزارت ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې موږ د اقتصادي غوړېدا او پراختیا، ملي سوداګرو د ستونزو هواري او د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توازن رامنځته کېدو او تعرفه یی اسانتیاوو ته اړتیا لرو او باید چې دغه برخه پیاوړې شي.


د مالیې وزارت سرپرست له دې پرانیستنې وروسته په ناڅاپي ډول د هرات ولایت ګمرک ته ورغی او هلته یې د ګمرک له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ د بار وړونکو موټرو او سوداګریزو توکو چې ټاکل شوې وه ولېږدول شي، لیدنه وکړه.


په دې ناڅاپه لیدنه کې، چې د قانون د تنفیذ رئیس یې ملتیا کوله، هغه خلکو او موټرونو چې غوښتل یې خپل توکي له مالیې پرته ولېږدوي، د نورو اجراتو په موخه د قانون د تنفیذ د رئیس له لوري ودرول شول. همدې حال کې د مالیې وزارت سرپرست، د عواید او مالیې په د را ټولولو تر څنګ ژمنه وکړه، هغه کسان چې په دې مسله کې له خپلې وظیفوي موقف څخه سوی استفاده کوي او یا وظیفوي غفلت یې کړی وي، له دندې به لرې او قانون منګولو ته به وسپارل شي