د بودیجوي کسر د پوره کولو په تړاو مهمه ناسته ترسره سوه

33.jpg

4 June 2022

د بودیجوي کسر د پوره کولو په تړاو مهمه ناسته ترسره سوه


په دغه ناسته کي چي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري یې مشري کوله، د ګمرکونو او عوایدو معین، د دفتر لوي رئیس، د عوایدو لوي رئیس، د ګمرکونو رئیسانو او ګڼ شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
 غونډه کي لومړی د ګمرکونو د پلان، پالیسي څارنې او ارزونې ریاست له لوري د تيرو مياشتو د ټولیزو عوایدو په تړاو معلومات وړاندي سول، د راټول سوو عوایدو مقایسوي ارقام څرګند سول او د بوديجې د کسر عوامل په ډاګه سول.
د مالیې وزیر الحاج هدایت الله بدري د بودیجې د کسر پوره کولو ته په اشارې وويل؛ د سږ کال بوديجه ټوله پر کورنیو عوايدو ولاړه ده او همدا موږ او تاسو به يې تمويلوو، ګمرکي مسؤلین دي ډېره هڅه وکړي، چي په پاک نیت، قوي ارادې او غوره مديريت سره شته ستونزي حل کړي، ترڅو عواید مو په شفاف ډول را ټول او د بودیجې کسر تکمیل سي.
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند ټولو ګمرکي مسؤلینو ته په چارو کي د نظم او روڼتیا رعایتولو سپارښتنه وکړه.
په دغه ناسته کي هوکړه وسوه، تر څو د ګمرکي چارو د ښه پرمختګ په موخه به د سوداګرۍ، روغتیا او مخدره توکو سره د مبارزې غړو په شتون سره یوه ګډه کاري کمیټه جوړه سي؛ تر څو د یوې منظمي طرحي پر بنسټ د ستونزو دقیقه ارزونه وکړي او د رهبرۍ په هوکړي سره د یوې میاشتي په موده کي حل کړي.