درنو هیوادوالو!
د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده، چې په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې لپاره په ګمرکونو کې سوداګرو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او تاسې ته ډاډ درکوي، چې هره افغانۍ ګمرکي محصول، چې له سوداګریزو توکو څخه اخیستل کیږي، په پوره روڼتیا سره بیت المال ته تحویلیږي.